د ورېښمو په لار د منډې وهلو په نوم د ۲۰۲۶م کال د شانګهای د همکارۍ سازمان د ماراتون نړيواله سیالي د می په دويمه نېټه د قرغيزستان د اسیک کول ايالت چولپون اتا ښار کې تر سره شوه او د څه باندې شلو هېوادونو او سيمو شاوخوا درې زرو لوبغاړو او مينه والو پکې ګډون وکړ.
د قرغيزستان د صدراعظم مرستيال ماماتکانوف په خپله وينا کې باور ښودلی چې ګډونوال د خپل ذهن او بدن د ارام کولو ترڅنګ متقابل تفاهم او دوستي لاټينګه کړي.
چينايي لوبغاړې وانګ لين ينګ د ښځو بشپړ ماراتون په ځغاسته کې لومړی مقام نيولی دی.



































