د می څلورمه نېټه د چين د ځوانانو له ورځې سره برابره وي.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پینګ د دې ورځې د رارسېدو په درشل کې د چين د ځوانانو نښان ګټونکو يعنې په نوی زمانه کې د غوره ځوانانو جايزه ګټونکو ته ځوابي پيغام وليږه او د هېواد د بېلا بېلو قومونو ځوانانو ته یې د دې ورځې په پار مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.
هغه په دې پيغام کې ويلي چې تاسو ګوندي هدايت ياد کړی، د ساينسي او تخنيکي نوښت، د کليوالو سيمو د سمسورتيا، ټولنيزو خدمتونو او سرحدي ساتنې په برخو کې يې خپلې هڅې کړې او نړیوالو ته يې د چينايي ځوانانو زیارکښه روحيه ښودلې ده.
هغه پر دې ټينګار کړی چې روان کال د چین د ۱۵ م پنځه کلن پلان د پيل کال دی، ځوانان دې له دې فرصت څخه استفاده وکړي. هيله من يم چې تاسو د ستر ارمان په لرلو سره ډېرې هڅې وکړئ او په بېلا بېلو برخو کې نوې لاسته راوړنې ولرئ او په نوی مزل کې خپل خدمتونه وکړئ.



































