د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت ویلي چې افغانستان ته د غلو دانو صادرات څلور برابره ډېر شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان ته د غلو دانو صادرات ۳۰۲ زره ټنو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴.۲ برابره زیاتوالی ښيي. همدارنګه، په ټوله کې د قزاقستان د غلو دانو صادرات ۱۸ سلنه زیات شوي او ۳.۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.



































