د چين قاضي مۍ ژو او اتيا کاله مخکې د جاپان په پلازمېنې توکيو کې د جاپاني جنګي مجرمينو په محاکمې کې ګډون کړی و او ويلي يې وو، که مونږ د تېرو وختونو دردونه هېر کړو، نو ممکن په راتلونکي کې له ناورين سره مخ شو.
د جاپان نوي پوځيتوب بیا ساه اخيستې او اوسني چارواکي يې د خورېدو هڅې کوي. که مونږ د توکیو محاکمې ته کتنه ولرو، نو تاریخي ارزښت او اهميت به یې راته ښکاره شي.
د ۱۹۴۶م کال د مې په درېیمې نېټې د جاپان د توکیو د ځمکني پوځ افسرانو په پوهنځي کې د دويمې نړيوالې جګړې په تړاو د جاپان د جنګي مجرمينو محاکمه وشوه، چې دا په انساني تاريخ کې د څو هېوادونو په همکاريو د جنګي مجرمينو لويه محاکمه بلل کېږي.
د يوولسو هېوادونو قاضيانو او څارنوالانو په دوه نيم کلونو کې جاپاني جنګي مجرمين محاکمه کړل او د چينايي قاضي مۍ ژو او او څارنوال شيانګ جه ژوي په شمول څو قانوني شخصيتونو د ډېرو شواهدو په وړاندې کولو سره د دغو جاپاني مجرمينو جرمونه ښکاره کړل او د نړۍ په ختيځې کره کې د فاشيزم ضد عمده جنګي ميدان او په دويمې نړيوالې جګړې کې د بريالي هېواد په توګه يې د چين د عزت ساتنه وکړه.
دغې محکمې کې ۲۵ جاپاني جنګي مجرمينو ته سزا ورکړل شوه او په دار وځړول شول او ورپسې د نړۍ په لر او بر کې د جاپان پوځيتوب وغندل شو. له يادې محاکمې اتيا کاله وروسته په نړيوال وضعيت کې ژور بدلونونه راغلل.
په ځينو هېوادونو کې د دويمي نړيوالې جګړې له لاسته راوړنو د انکار اواز بيا پورته شوی او د جاپان پوځيتوب هم بيا را ژوندی شوی او نړیوال وضعيت یې ګواښلی دی.
په وروستيو کې د چین په شمول څو هېوادونو د توکيو د محاکمې د یادونې يو لړ فعاليتونه ترسره کړي، چې موخه يې د دې محاکمې تاريخي اهميت ته بيا کتنه او د جاپان پوځیتوب بیا راپورته کېدو ته اجازه نه ورکول ياد شوي دي.
د تاریخي معلوماتو له مخې، قاضيانو او څارنوالانو د ګڼو شواهدو له لارې د جاپان پوځيتوب پر چين تېری ثابت کړی او د جاپان دغه کړنه یې له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې بللې ده: نړۍ باید عادلانه قضاوت ته درناوی وکړي او تاريخي حقيقت باید وساتي.
د سړې جګړې د پېښېدو په شمول د ګڼو لاملونو له کبله د جاپان پوځيتوب ته لاهم پوره سزا نه ده ورکړل شوې، ځینو جنګي مجرمينو ته يې هم سزا نه ده ورکړل شوې او ځيني يې بیا سياسي ډګر ته ستانه شوي او د جاپان د پوځيتوب د بيا ژوندي کېدو لپاره يې زمينه برابره کړې ده.
په دې جملې کې د جاپان د صدراعظمې سانای تاکايچي کړنې او څرګندونې ډېرې بدې بلل کېږي. هغې څو څو ځلې په نان جینګ ښار کې د جاپاني یرغلګرو له خوا پر عام وژنې سترګې پټې کړي او انکار یې ترې کړی دی او څه باندې لس ځلې یاسوکوني لانجمن معبد ته هم تللې ده.
شنونکي وايي، د جاپان سیاستوال په پر له پسې توګه یاسوکوني لانجمن معبد ته ځي، چې موخه يې پر چين د تېري د پړې له منځه وړل او د جاپاني پوځيتوب د بيا ژوندي کېدو لپاره د زمېنې برابرول او د تش په نوم د يوه عادي هېواد په توګه د دغه هېواد بيا ګرځېدل دي. خو نړيوالې ټولنې د توکيو د محاکمې عادلانه قضاوت ته بيا کتنه کړې او د جاپان ښي اړخو ته يې خبردای ورکړی چې له تاریخي حقيقت نه انکار ونه کړي او قانون ونه ننګوي.
د جاپان خبري رسنۍ د دې هېواد د جرمونو په اړه وايي، چې د توکيو محاکمې د تېرو جرمونو څېړلو ته باید بيا سمه کتنه وشي. د مجرمينو محاکمه به خامخا د خلکو دردونه بیا تازه کوي، خو که تاريخ ته سم ونه ګورو، نو څنګه نوی ژوند کولی شو؟
د توکيو محاکمې له تاریخي قضاوت انکار نه شي کېدای او تر جګړې وروسته د نړيوال نظم بنسټ نه شي بدلېدای.
نړيواله ټولنه باید د جاپان د نوي ډول پوځيتوب د بيا ژوندې کېدو د ګواښ پر وړاندې ټینګ مقاومت وکړي او د دويمې نړيوالې جګړې د بریا لاسته راوړنې باید ټينګې وساتي. که هر څوک او يا کوم ځواک له تاریخي حقيقت انکار وکړي، نو خامخا به محاکمه کېږي.



































