د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ، چې د ازبکستان صدراعظم عبدالله نيګماتويچ عارفوف به د چين حکومت په بلنه د مې په ۶مه او ۷مه نېټه دغه هېواد ته سفر وکړي او د چین-ازبکستان د بین الحکومتي همکارۍ کمیټې په اتمې غونډې کې برخه واخلي.
نوموړي به د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او مرستیال صدراعظم لیو ګوه جونګ سره يو ځای د يادې غونډې مشري وکړي.



































