«قاهرې اعلاميه» په ۱۹۴۳م کال کې د مصر په مېنا ماڼۍ هوټل کې لاسليک شوې او اوس چين غواړي په همدې ځای کې د يادې اعلاميې د يادګار څلی جوړ کړي.
په مصر کې د چین سفارت د مې په ۳مې نېټې خبر ورکړی، چې اوسمهال د ياد هوټل مخې ته د « قاهرې اعلاميه» يادګار څلی د جوړېدو په حال دی او ډېر ژر به د خلکو پر مخ پرانيستل شي.
قاهرې اعلاميې د دويمې نړيوالې جګړې په پای ته رسولو کې مهمه ونډه درلوده او په دغې اعلاميې کې دا مهم تاريخي او حقوقي بنسټ هم ياد شوی، چې تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه ده.



































