د ایران د هوايي برید له امله د متحده عربي اماراتو په فجیره نفتي صنعتي سیمه کې اورلګېدنه رامنځته شوې ده. د رویټرز د راپور له مخې، د ملکي دفاع ټیمونه سمدستي د اور د مهارولو لپاره سیمې ته تللي دي. په دې پېښه کې د هند درې تنه وګړي هم ټپیان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي. په ورته وخت کې د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ایران دغه بریدونه غندلي او هغه یې خیانتکارانه بللي دي. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې متحده عربي امارات د دې بریدونو پر وړاندې د ځواب ورکولو «بشپړ او مشروع حق» د ځان لپاره خوندي ګڼي. په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دا ډول بریدونه د تاوتریخوالي زیاتوالی دی او د دې هېواد د امنیت لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي.



































