د چين د هونان ولايت په ليويانګ ښار کې د مې د ۴مې نېټې په ماسپښين د هواشنګ په نوم د اورلوبو او پټاکيو توليدي شرکت په فابريکه کې چاودنه شوې، چې له امله يې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په دغې پېښې کې تر دې دمه ۲۱ تنه وژل شوي او ۶۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې پېښې ته ډېره پاملرنه کړې او اړوندو ادارو ته يې امر کړی، چې د ورکو وګړو د لټون چارې ګړندۍ کړي، په پوره توان ټپيان وژغوري او درملنه يې وکړي او د پېښې د رامنځته کېدو لاملونه دې وڅېړي، څو په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونيول شي.
شي جين پينګ له اړوندو ادارو څخه غوښتي، چې د پلټنې له لارې د پېښې لامل پيدا او مسئوليت لرونکو ته یې جدي سزا ورکړي.
نوموړي زياته کړې، بېلا بېلې سيمې او اړوندې ادارې بايد له دغې پېښې څخه درس واخلي، توليدي امنيت ته باید لومړيتوب ورکړي، په مهمو صنعتونو کې د امنيت د خطرونو د مخنيوي لارو چارو ته باید پاملرنه او د عامه امنيت اداره پياوړې کړي او د خلکو د سر او مال امنيت باید وساتي.


































