په چين کې د کارګرو نړيوالې ورځې د رخصتۍ پر مهال (د مې له لومړۍ نېټې څخه تر ۴مې نېټې پورې) سيلانيزې چارې سمسورې او له حياتي ځواک څخه ډکې وې او بهرنيو سيلانيانو د چين د ژوند او کلتور د پېژندلو په پار دغه هېواد ته سفرونه کړي دي.
د چين حکومت په کوردننه مختلفو سيمو کې د سيلانيانو اړتياوو ته په کتو د سيلانيزو چارو کيفيت لوړ کړی دی.
د ډېرو هېوادونو شنونکي پر دې اند دي، چې د چين د سيلانيز بازار د بياسمسورتيا اغېزې د پراختيا په حال کې دي او نړيوالو سيلانيزو چارو ته به حیاتي ځواک برابر کړي.
د چين د سيلانيزو چارو سمسورتيا د سيلانيزو خدمتونو په ښه والي کې مرسته کوي
د سيلانيز سکټور چيني کارپوهان وايي، ډېرو چيني سيلانيانو د کارګرو نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کړي او د سيلانيزو اړتياوو په رڼا کې د چين سيمه ييز سيلانيز توليدات او خدمتونه ښه او ځايي سيلانيز صنعت يې لوړ شوی دی.
د نړۍ ګڼو هېوادونو او اړوندو سازمانونو چيني سيلانيانو ته د وېزو د معافيت پاليسۍ، د پروازونو د زياتوالي، د تاديې د اسانتياوو، د چيني ژبې د خدمتونو، د ځانګړو سيلانيزو مسيرونو او د چين د سیلانۍ شرکتونو سره د همکارۍ د پياوړتيا په شمول ډېر اقدامات غوره کړي دي.
د رواندا د يوه سيلانيز شرکت منيجر اندرو جاتېلا رسنيو ته ويلي، چې د چيني سيلانيانو د اړتياوو د پوره کولو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو اقدامات د نړۍ سيلانيانو ته ګټې رسولی او د سيلانيزو خدمتونو معيارونه لوړولی شي.
چين ته سفر د ډېرو بهرنيو سيلانيانو انتخاب ګرځېدلی
په ګڼو هېوادونو کې چين ته د سفر رجحان پورته شوی او پر پخوانيو مشهور سيلانيزو سيمو سربېره د چين مختلې سيمې د بهرنيو سيلانيانو هدفونه ګرځېدلي دي.
د مالوماتو له مخې، د بهرنيو سيلانيانو په شمېر کې د روسي سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۰ اعشاريه يو سلنه زيات شوی، چې د سيلانيانو شمېر او زياتوالی يې د نورو هېوادونو د سيلانيانو په پرتله لوړ دي.
بهرني سيلانيان چين ته د ويزې، تاديې او پروازونو په شمول د بېلا بېلو برخو د اسانتياوو او خدمتونو د ښه والي په رڼا کې نه يوازې له دغه هېواد څخه ليدنه کولی شي، بلکې له نژدې د چينايانو ورځنی ژوند هم احساسولی شي.
د کوريا جمهوريت « نانهوا ځاو باو» ورځپاڼې پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ډېرو انټرنېټي بلوګرانو(bloggers) د چين بېلا بېلو ښارونو ته سفرونه کړي او په خپلو موبایلونو يې د ځايي منظرو او کلتور وېډيوګانې جوړې او خپرې کړې دي.
د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې د کوريا جمهوريت شاوخاو ۳ ميليونه او ۱۶۰ زرو سيلانيانو چين ته سفرونه کړي، چې دا شمېر د ۲۰۲۴م کال په پرتله په سلو کې ۳۶۹ زياتوالی ښيي.
د استراليا «بوريسبن ټايمز» پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې چين د استراليايي سيلانيانو پنځم لوی هدف ګرځېدلی دی.
د چين د کډوالو ملي ادارې په وروستۍ اټکلي شمېرې کې د سږکال د کارګرو نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې د دغه هېواد په بېلا بېلو بندرونو کې د تلونکو او راتلونکو وګړو ورځنی منځنی شمېر ۲ ميليونه او ۲۵۰ زره ښودلی دی.
د سيلانيزو شرکتونو د شمېرنې له مخې، په روانې رخصتۍ کې په چين کې د نړيوالو پروازونو پلورل شوي ټکټونه له يو ميليون او ۱۲۰ زرو پورته وو، چې دا د ۲۰۲۵م کال په پرتله زياتوالی ښيي.
د امريکا « ګلوبل ټريول» مجلې په یوه خبر کې ويلي، چې چين پر نړيوالې سيلانۍ ډېره مهمه اغېزه لري او د سيلانيزو چارو په پيمانې او اقتصاد کې نمونه بلل کيږي.
د سيلانۍ او سفر نړيوالې شورا شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۵م کال کې د چين د سيلانيز اقتصاد د پرمختګ انډول ۹ اعشاريه ۹ سلنې ته رسېدلی و، چې دا رقم د نړۍ د منځنۍ کچې له دوو ځلو سره برابر دی او په همدې کال کې په چين کې د بهرنيو سيلانيانو مصارف د ۲۰۲۴م کال په پرتله په سلو کې ۱۰ زيات شوي وو. د نوموړې شورا د اټکل له مخې، چين به په ۲۰۳۰م کال کې د نړۍ لومړی لوی سيلانيز اقتصاد وګرځي.
د تانزانيا د دارلاالسلام پوهنتون د اقتصاد پروفيسور هانفرای موسي رسنيو ته ويلي، چې د نړۍ او په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو د سيلانيزو چارو د بياسمسورتيا په هڅولو کې د چيني مشتريانو رول مخ پر پياوړتيا دی.
د کينيا د سيلانۍ ادارې چارواکي جيمتايي انګينو چين په نړيوال سيلانيز بازار کې د اړتياوو او مصارفو مهمه سرچينه بللې او رسنيو ته يې ويلي، چې د لوړ کيفيت خدمتونو ته د چيني سيلانيانو اړتياوې له اوږدې مودې راهیسې په زیاتېدو دي او تر اغېز لاندې يې د نړيوال سيلانيز صنعت جوړښت هم د سمون په حال کې دی.



































