د چين د مهاجرت ملي ادارې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د سږکال د کارګرو نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې د دغه هېواد په سرحدونو کې ۱۱ ميليونه او ۲۷۹ زره کسان ثبت شوي، چې په منځنۍ توګه هره ورځ ۲ ميليونه او ۲۵۶ زرو کسانو تګ راتګ کړی دی او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې د ورته شمېر په پرتله ۳ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي.
په يادې شمېر کې ۱ میليون او ۲۵۵ زره کسان بهرنيان ښودل شوي، چې دغه شمېر بیا د تېر کال د همدې مودې د ورته شمېر په پرتله ۱۲ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي.
د بهرنيو وګړيو په یاد شمېر کې ۴۳۶ زرو کسانو بې ويزې سفرونه کړي، چې دغه شمېر بیا د تېر کال د همدې مودې د ورته شمېر په پرتله ۱۴ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي.



































