له د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ادارې مشر ملا نورالدین ترابي د اروپا د ملکي خوندیتوب او بشرپاله مرستو د عملیاتو ادارې (ECHO) له سیمهییز سلاکار ورنا سره په کتنه کې له ټولو مرستندویانو وغوښتل، چې خپلې پروژې د خلکو د اړتیاوو له مخې تنظیم کړي. د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، په دې کتنه کې ترابي ټینګار کړی چې مرستندویه بنسټونه باید د خپلو پروژو د طرحو او پلانونو په جوړولو کې له اړوندو داخلي سکتورونو سره نږدې مشورې وکړي. نوموړي ویلي: «له تمویل کوونکو څخه هم غواړو چې خپلې پروژې د خلکو له اړتیاوو سره سمې تنظیم کړي او د طرحې پر مهال حتماً له اړوندو داخلي سکتورونو سره مشوره وکړي، څو بودجه په اغېزناک او مناسب ډول ولګول شي.»




































