د چين بهرنيو چارو وزارت د مې په شپږمې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازی او د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مرستيال لوه سانګ جيانګ څون به د جيبوتي د ولسمشر اسماعيل عمر ګويله او د يوګانډا جمهوريت د ولسمشر يووېري موسېويني په بلنه په جلا جلا توګه د مې په ۹مې نېټې د جيبوتي په پلازمېنې جيبوتي ښار کې د ولسمشر اسماعيل عمر ګويله د لوړې په مراسمو او د مې په ۱۲مه نېټه به د يوګانډا په پلازمېنې کامپالا کې د ولسمشر يووېري موسېويني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.





































