د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چين روبوټي صنعت په بهرنيو بازارونو کې چټک پرمختګ موندلی دی.
د چين د ګمرکاتو شمېرې ښيي، چې د سږ کال په لومړۍ ربعې کې يې د بېلا بېلو برخو د روبوټونو د صادراتو عمومي ارزښت ۱۱ ميليارډه او ۳۲۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی او توليدات يې د نړۍ ۱۴۸ هېوادونو او سيمو ته صادر شوي دي.
د سږکال په لومړۍ ربعې کې د چين د صنعتي روبوټونو صادرات ۳ ميليارډه او ۱۶۰ ميليونو يوانو ته رسيدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۲٪ زياتوالی ښيي.





































