د جاپان ځواکونو د مې په ۶مه نېټه د يو پوځي تمرين په ترڅ کې د ۸۸ موډل توغندي توغولی او دا یې لومړی ځل دی، چې د خپل هېواد له قلمرو يې بهر سیمه پرې نښه کړې ده.
د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان په همدې ورځ يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، په جاپان کې نوی مليټاريزم راپورته شوی او د سيمې سوله او ثبات يې ګواښلي دي.
نوموړي پر جاپان غږ کړی، چې د مليټاريزم خپل تاريخ ته بيا کتنه وکړي او په پوځي او امنيتي چارو کې خپلې کړې ژمنې وساتي او محتاطې خبرې او کړنې دې وکړي.
وياند لين جيان ويلي، د جاپان یاده کړنه د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه هېواد ښي اړخي د جاپان د بيا پوځي کېدو بهير د چټکولو په هڅه کې دي. دوی له نړيوالو او کورنيو قوانينو څخه پر له پسې سرغړونې کوي او يو لړ تګلارې او عمليات يې د ځاني دفاع له چوکاټ څخه بېخي وتلي دي.



































