د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په شپږمې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د بنګلادېش له بهرنيو چارو خلیل رحمن سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې ورسره خبرې کړې دي.
وانګ يي ويلي، هېواد به یې له بنګلادېش سره دودیزې دوستۍ ته دوام او پرمختګ ورکړي، متقابل سياسي باور به ورسره پياوړی او همکارۍ به ورسره ژورې کړي او د بنګلادېش د پرمختګ په بهير کې به يې د باور وړ ملګري په توګه رول ولوبوي.
نوموړي ويلي، چين به له بنګلادېش سره په څو اړخيزو او سيمه ييزو همکاريزو چوکاټونو کې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او پرمختګ لپاره به ګډې هڅې وکړي.
خليل رحمن چين د بنګلادېش لپاره د باور وړ او نه بدلېدونکی ملګری او همکار بللی او ويلي يې دي، چې د بنګلادېش نوی حکومت له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د تايوان په تړاو چارو کې له بېجينګ څخه ټينګ ملاتړ کوي.
نوموړي له بنګلادېش څخه د چين د اوږدمهاله ملاتړ مننه کړې او هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو اړيکې لا لوړې کچې ته ورسېږي.



































