د منځګړيتوب نړيواله سرمشريزه د مې په اتمې نېټې د منځګړيتوب نړيوالې محکمې په کوربتوب د چین په هانکانګ کې پيل شوه، چې پکې د بېلا بېلو هېوادونو د منځګړو چارو کارپوهانو، د اړوندو تګلارو جوړونکو او مجربو او مخکښو شخصيتونو ګډون کړی دی.
دوی به د کلتوري توپيرونو له امله د رامنځته شوو جنجالونو د منځګړيتوب او د پولي او پانګيزو پروژو د جنجالونو د منځګړيتوب په شمول پر يو شمېر موضوعاتو بحثونه او څېړنې وکړي.
د منځګړيتوب نړيواله محکمه د ۲۰۲۵م کال د اکتوبر په ۲۰مه نېټه جوړه شوې، چې مقر يې د چين په هانکانګ کې دی.



































