د چين د دولت رئیس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د چین د نړيوالې پرمختيايي همکارۍ ادارې رئیس چن شياو دونګ د کوستاريکا د حکومت په بلنې د مې په اتمه د دغه هېواد د نوې ولسمشرې فیرناندیز د لوړې مراسمو کې ګډون وکړ.
چن شياو دونګ له دې يوه ورځ وړاندې له فیرنانديز سره خبرې اترې وکړې او هغې ته يې په خبرو کې هيله ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته دوامدار، سالم او ثابت پرمختګ ورکړي.
فیرنانديز له چن شياو دونګ سره په خبرو کې وويل، چې هېواد يې غواړي له چین سره په زېربناوو، ښوونې، طب او بېلابېلو برخو کې همکارۍ پياوړې، خپلمنځي لرغونې دوستي پرله پسې ژوره او دوه اړخيزو اړيکو ته دوامداره وده ورکړي.


































