چين مېډيا ګروپ د نوبل د کيميا جايزې له ګټونکي مايکل لېويټ سره ځانګړې مرکه کړې ده.
لېويټ په دې مرکه کې د چينايانو ډېره ستاینه کړې او ويلي يې دي، چې چينايان «ازموينه» خوښوي او د زده کولو او د نوښت کولو په برخو کې ډېره هڅه کوي.
د لېويټ مېرمن مخکې د ۶ کلونو لپاره د چين په پيکينګ پوهنتون کې تدریس کړی او لمسی يې اوس هم په پيکينګ پوهنتون کې زده کړه کوي. لېويټ تقريباً هر کال د څو مياشتو لپاره په چين کې اوسېږي او په دې وروستیو کلونو کې يې له چين سره لا نوره اشنایي پیدا شوې. د هغه په خبره، د چين چاپېريال ډېر پاک دی او خلکو ته امنيتي فضا برابروي.
لېويټ ويلي، چې لمسی يې اوس چیني ژبه زده کوي او دا يو ډېر مهم مهارت يې بللی دی.



































