د چین د سوداګرۍ وزارت د مې په ۹مه نېټه خبر ورکړ چې د ایپيک (APEC) د سوداګرۍ وزیرانو غونډه به د روانې میاشتې له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د جیانګ سو ولایت په سو جو ښار کې ترسره شي.
دا غونډه به د دوو مهمو مسئلو په اړه اجماع ته د برخوالو خواوو د رسېدو لپاره هڅې وکړي او د آسیا او ارام سمندر سیمې د ګډې سوکالۍ د هڅولو لپاره به درې نښې ولېږي.
سږ کال له ایپيک سره د چین د یوځای کېدو له ۳۵مې کلیزې سره برابر دی او چین به له ۱۲ کلونو وروسته د درېیم ځل لپاره د ایپیک کوربه توب وکړي. د سږ کال د ایپيک د همکارۍ موضوع د آسیا او ارام سمندر سیمې د ګډ برخلیک ټولنې جوړول او د ګډې سوکالۍ هڅول دي چې خلاصون، نوښت او همکاري یې اصلي موضوعات دي. د سوداګرۍ وزیرانو غونډه د وزيرانو په کچه د ایپيک یوه لویه کلنۍ غونډه ده.
د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر لي چنګ ګانګ وویل چې اوسنی نړیوال وضعیت پېچلی او بې ثباته دی، نړیواله اقتصادي وده او د آسیا او ارام سمندر سیمې پرمختګ له ډېرو پېچلو ننګونو سره مخ دي. د دې حالاتو په وړاندې به چین د ایپيک له ټولو خواوو سره په فعاله توګه د دوو مهمو مسئلو په اړه اجماع ته وده ورکړي.
لومړی مسئله “د پرانیستې او وړاندوینې وړ سیمه ییز او څو اړخیز اقتصادي او سوداګریز نظم جوړول ” دي. چین غواړي د آسیا او ارام سمندر د آزادې سوداګرۍ سیمې د وړاندیز د شلمې کلیزې په پار په سیمه کې د سوداګريزو او اقتصادي مقرراتو همغږۍ ته وده ورکړي، د اکمالاتو سلسله انعطاف پیاوړی کړي، د سوداګرۍ او پانګونې د همکاریزو اړیکو د ټینګېدو لپاره کوښښ وکړي تر څو د آسیا او ارام سمندر د آزادې سوداګرۍ سیمې د پرمختګ لپاره لا روښانه او عملي لارښوونې برابرې کړي.
دوهمه مسئله “د سوداګرۍ او پانګونې د نوښتګرې او متحرکې همکارۍ لپاره د نوی انجن جوړول” دي. چین به د ډیجیټل او زرغون پرمختګ په شمول نویو برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ایپيک له بېلا بېلو غړو سره ژورې خبرې اترې وکړي.
لي چنګ ګانګ وويل، چين هیله لري چې د دغې غونډې له لارې درې نښې خپرې کړي.
لومړی، چين د لوړې کچې د ورخلاصون ملاتړ کوي او غواړي د خپل ورخلاصون له لارې سيمه ييز ورخلاصون ته وده ورکړي.
دوهم، چين د نوي کيفيت توليدي ځواکونو د پرمختګ ملاتړ کوي او غواړي د خپل پرمختګ له لارې د اسيا او آرام سمندر سيمې د نوښت پرمختګ ته وده ورکړي.
درېيم، چين د جامع او متقابلې ګټورې همکارۍ ملاتړ کوي او غواړي د همکارۍ له لارې د اسيا او آرام سمندر سيمې ګډې سوکالۍ ته وده ورکړي.
لي چنګ ګانګ وویل، چین له ټولو خواوو سره کار کولو ته سترګې په لار دی تر څو د سوداګرۍ وزیرانو د غونډې بریالیتوب ډاډمن کړي، د نومبر په میاشت کې د مشرانو د غیر رسمي غونډې لپاره د مهمو اقتصادي او سوداګریزو لاسته راوړنو چمتوالی برابر کړي او په ګډه د آسیا او ارام سمندر سیمې د ګډ برخلیک ټولنې ګډې سوکالۍ ته وده ورکړي.




































