په دې وروستیو کې، د فرانسې پارلمان یو قانون تصویب کړی، چې له مخې به يې له نورو هېوادونو څخه د غیرقانوني ترلاسه شويو تاريخي اثارو د بېرته راستنېدو لپاره تشريفات ساده شي. دا قانون په بهر کې د مختلفو هېوادونو د ورک شويو تاريخي اثارو له بېرته راستنېدو سره تړاو لري او په نړۍ کې يې پراخه پاملرنه راجلب کړې ده. د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېن په نړيوالو انټرنيټ کاروونکو کې يوه سروې تر سره کړې. د دې سروۍ ۶/۶۷ سلنه ګډونوال پر دې نظر دي، چې د دغه قانون تصویب د استعماري لوټمارۍ تاریخ د سمې پېژندنې او د ناسمو تاريخي کړنو د سمولو په برخو کې د فرانسې لومړی اقدام دی.
د سروې ۸۵.۴ سلنه ګډونوالو ويلي، چې د فرانسې دا اقدام د تاريخي اثارو لوټمارۍ ته د لوېدیځو استعماري قدرتونو تش په نام قانوني پلمه ماته کړې او له دې سره به مرسته وکړي، چې ځینې هېوادونه مجبوراً د تاريخي اثارو په اړه خپلو پالیسیو ته بیا کتنه وکړي.




































