د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې په نهمې نیټې رسنیو ته ويلي چې د روسيې او چين ترمنځ همغږي د نړيوالو اړيکو د ثبات د ساتلو لپاره ډېر مهم عامل دی.
پوتین ويلي چې اوسمهال د بې وسلې کولو او د ذروي وسلو د نه خپرېدو په اړه نړیوالو مقراراتو او تړونونو اعتبار له لاسه ورکړی، د روسیې او چین ترمنځ همغږي د ذروي وسلو د نه خپرېدو او د ثبات د ساتنې لپاره یو مهم عامل ګرځیدلی دی.
نوموړي زياته کړې چې چین د روسیې مهم اقتصادي او سوداګریز ملګری دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زياتوالی دوام لري. د لوړ ټېکنالوژۍ د صنعتونو د پراختیا په رڼا کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو جوړښت د متنوع کېدو په حال کې دی.




































