د سږ کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د چين د صادراتي او وارداتي مالونو عمومي ارزښت ۲۳/۱۶ ټريليون يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹/۱۴ زياتوالی ښيي او د زياتوالي انډول يې د سږ کال له لومړۍ ربعې سره برابر دی.
په تېرو څلورو مياشتو کې د چين د ماشينونو او برقي توکو صادراتو د دغه هېواد د صادراتو په عمومي اندازه کې ۵/۶۳ سلنه برخه نيولې او د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۶/۱۷ زياتوالی ښيي، چې د زياتوالي انډول يې د تېر کال د ورته شمېر په پرتله ۴/۳ سلنه لوړ شوی دی. له دې جملې څخه د برقي موټرو، ليټيوم بطرۍ او د بادي انرژۍ د برېښنا تولېدوونکو ماشينونو د صادراتو زياتوالي په جلا جلا توګه ۱/۶۸ سلنه، ۲/۴۳ سلنه او ۷/۴۰ سلنه او د صنعتي روباټونو صادرات ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.




































