د چین د سوداګرۍ وزارت وياند د مې په لسمې نېټې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو مشورو په اړه ويلي، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړی او د صدراعظم مرستیال هه لي فنګ به د مې له دوولسمې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې د یوه پلاوي په مشرۍ کوريا جمهوريت ته ولاړ شي او هلته به له امريکايي لوري سره اقتصادي او سوداګريزې مشورې وکړي.
د چين او امريکا مرکچي پلاوي به په بوسان کې د دواړو هېوادونو د مشرانو د لیدنو او په تېرو تليفوني خبرو کې د ګډو نظرو تر لارښوونې لاندې د علاقې وړ اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په هکله سلا مشورې وکړي.



































