د جاپان صدراعظمې تاکاچي سانای په دې وروستیو کې په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.
تاکاچي سانای د جاپان د سولې اساسي قانون پر تعدیل ټینګار لري او د وژونکو وسلو د صادراتو بنديزونه یې لغوه کړي، چې له امله یې د دغه هېواد په لر او بر کې پراخ لاريونونه شوي دي.
د تاکاچي سانای د يادو کړنو په غبرګون کې د جاپان په پلازمېنې توکيو کې شاوخوا ۵۰ زرو جاپانیانو لاريونونه کړي او د نوموړې کړنې يې غندلي او ډول ډول شعارونه یې ورکړي دي.
چین، روسیې او کوریا جمهوریت هم پر جاپان نیوکې کړي او ويلي يې دي، چې دغه هېواد د وژونکو وسلو جريان چټک کوي او دغه کړنه به یې د سیمې ثبات او خوندیتوب وګواښي.
تاکاچي سانای څو ورځې مخکې استرالیا ته تللې او پلازمېنې کانبرا کې يې د جګړې د یادګار څلي پر وړاندې ګونډه وهلې او قربانيانو ته یې د ګلونو ګېډۍ وړاندې کړې ده.
ډېری کارپوهان پر دې اند دي، چې د تاکاچي سانای د دې عمل تر شا سیاسي دسېسې پرتې دي.
یوه جاپاني کارپوه ویلي، د جاپان پخواني لومړي وزیر شینزو ابۍ هم په ۲۰۱۶م کال کې د امریکا د هاوايي ایالت د ارام سمندر د ملي یادګار هدیرې څخه د لیدنې په ترڅ کې جنګي قربانيانو ته د ګلونو ګېډۍ وړاندې کړې وه. هغه یوازې د جنګ پر قربانیانو خواشیني څرګنده کړې ، خو د جاپان د تېرو کړنو بښنه یې نه وه غوښتې.
دغه جاپاني کارپوه وايي، د مېرمن تاکاچي سانای همدغه عمل د شینزو ابۍ د يادې کړنې په څېر دی او دا په دې مانا ده، چې هغې په دوهمې نړیوالې جګړې کې د جاپان پر کړنو سترګې پټې کړي او بښنه نه غواړي، او په ورته مهال کې بیا په جاپان کې یاسوکوني لانجمن معبد ته ورځي.
تاکاچي سانای د اوسنيو کړنو له لارې غواړي، چې پر جاپان د نړيوالې ټولنې نیوکې او غندنې کمې کړي.
د جاپاني سیاستوالو په اند، جاپان د اوو لویو صنعتي هېوادونو په ډله کې یوازینی اسیايي هېواد دی، چې د لوېدیځ په خوښۍ پسې ګرځي او د دوی ګټې ساتي. د دې هېواد سیاستوال د امریکا په شمول له لوېديځو هېوادونو سره د تګ راتګ په بهیر کې سرونه ټيټوي او حتی د دوی د زړونو د ساتلو هڅې کوي.
تاکاچي سانای په تېر مارچ کې امریکا کې ځانښودنه کړې او اوس یې په استرالیا کې د ګونډې وهنې سیاسي نمایش کړی دی او دا د دې ښکارندويي کوي، چې د هغې نیت له لوېديځ سره په مینې ورټول دي.
د جیوپولیټیکي سیاست په برخه کې، د جاپان ښي اړخي غواړي، چې د بهرني ګواښ په پلمه د وسلو پراختیا او د سولې اساسي قانون محدودیت د لغوه کولو موخې عملي کړي او د جیوپولیټیکي اختلافاتو په وسیله یې د ډله ییز مقاومت لپاره ګاونډي هېوادونه او په تېره بیا لوېديځوال یو ځای کړي دي.
تاکاچي سانای په داسې حال کې له استراليا څخه لیدنه کړې، چې لسیزه وړاندې په همدې وخت کې يې د تش په نوم د اندوپاسيفيک ازاده ستراتيژي جوړه کړې وه.
هغې د امنیتي او اقتصادي ګټو په ځنځیر کې استرالیا ته مهم ارزښت ورکړی او دواړو خواوو د کاني سرچینو، د انرژۍ عرضې ځنځير او دفاعي چارو په برخو کې د همکارۍ موافقې کړې دي او دا کړنې يې د تاکاچي د جیوپولیتیکس د نیت ښکارندويي کوي.
جاپان او استرالیا په تېر اپریل کې هوکړه کړې، چې په ګډه به د جاپان د موګامي(Mogami) کچې پوځي بېړۍ پر بنسټ د استرالیا د سمندري ځواکونو نوی ډول بېړۍ جوړ کړي او لومړۍ پوځي بېړۍ به په ۲۰۲۹م کال کې په کار ولوېږي.
د شنونکو په اند، د جاپان دغه عمل چې غواړي پر وژونکو وسلو بنديزونه لغوه کړي او هم استرالیا ته پوځي بېړۍ صادرې کړي، د دواړو هېوادونو راتلونکې نظامي همکارۍ به نورې نږدې کړي.
تاريخ نه هېرېږي او نه بدلېږي
د جاپان میلټاریزم د دوهمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د اسیا او ارام سمندر هېوادونو خلکو ته زیات ناورینونه رسولي دي. هېره دې نه وي، چې اسټرالیا هم د جاپاني میلټاریزم لخوا سخته ځپل شوې ده.
جاپان د ۱۹۴۲م کال له فبرورۍ څخه د ۱۹۴۳م کال تر نومبر پورې، پر استرالیا نږدې سل ځلې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۳۹ زره استرالیايي سرتيري وژل شوي وو.
د جاپان واکمنو سیاستوالو له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې نه یوازې د چین، کوریا جمهوریت او ډیموکراتیکې کوریا په شمول د ځينو هېوادونو له خلکو څخه بښنه نه ده غوښتې، بلکې د خپلو جرمومو لپاره یې ډېرې جعلي خبرې هم جوړې کړې دي.
په استرالیا کې د تاکاچي سانایي د ګونډې وهلو عمل په اسیا او نورو سیمو کې د دوهمې نړیوالې جګړې کې د ځپلو هېوادونو لپاره لمسوونکی عمل دی او له دسېسو ډک سیاسي نمایشونه یې د ميلټاریزم پر لوري د جاپان نیت نه شي پټولی.
ټول هغه هېوادونه چې د جاپاني میلټاریزم لخوا ځپل شوي، باید بیدار واوسي، باید د دوهمې نړیوالې جګړې بریالیتوبونه وساتي او باید د تاریخي غمیزې د بیا پېښېدو مخه ونيسي.




































