چين د تيان جو په نوم لسم نمبر بار وړونکې فضايي بېړۍ د مې په يوولسمې نېټې د سهار په اتو بجو او څوارلسو دقيقو د دغه هېواد د های نان ولايت د ون چانګ د سپوږمکيو له توغونکي ډګر څخه په بریاليتوب توغولې ده.
ياده فضايي بېړۍ تر لسو دقيقو وروسته له راکېټ څخه جلا شوې او په فضا کې ټاکلي مدار ته داخله شوې ده.
د چین د انسان وړونکې هوانورۍ پروژې د دفتر د معلوماتو له مخې، ياده فضايي بېړۍ به له فضايي سټېشن سره يو ځای شي او ټاکلې دندې به سر ته ورسوي.




































