د چين د غلو دانو او توکو ملي ادارې يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د تېر ۲۰۲۵ کال په مني کې د غلو دانو د پېرودلو چارې د روان کال د اپريل په پای کې ختمې شوي او په ټول هېواد کې د مختلفو ډولو غلو دانو پېرودونکې اندازه له ۳۳۸ ميليونه ټنه ښودل شوې ده.
مالومات ښيي، تېر کال د غلو دانو د پېرودلو د چارو ټول بهیر چټک ترسره شوی او پېرودونکې بيې يې هم لوړې شوې دي.




































