د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان نن د سېشنبې په ورځ قطر ته سفر وکړي، څو د ایران جګړې، پر خلیج سیمې د هغې اغېزو او د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب په اړه خبرې وکړي. د یوې ترکي ډیپلوماتیکې سرچینې په وینا، ترکیه چې د ناټو غړی هېواد او د ایران ګاونډی دی، د امریکا، ایران او پاکستان سره د جګړې له پیله نږدې تماسونه ساتلي دي. ترکیې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې، پر ایران بریدونه یې غندلي او پر خلیجي هېوادونو د تهران بریدونه یې هم د منلو وړ نه دي بللي.

































