سي جي ټي اېن او د چين ژنمين پوهنتون د نړۍ د ۳۹ هېوادونو د ۱۲۳۰۲ کسانو ترمنځ يوه سروې ترسره کړې ده.
ياده سروې په داسې حال کې ترسره شوې، چې ټاکل شوې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د مې له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې له چين څخه رسمي لیدنه وکړي.
د سروې شاوخوا ۷۵ سلنه ګډونوالو د چين او امريکا ترمنځ سالمې او ثابتې اړيکې د نړيوالې ټولنې لپاره ډېرې مهمې بللې دي.
په پرمختللو هېوادونو کې د يادې سروې ۷۸.۶ سلنه ګډونوالو او په امريکا کې بیا د سروې ۷۶.۷ سلنه ګډونوالو له ياد نظر سره موافقه ښودلې ده.
د سروې ۷۸.۶ سلنه ګډونوالو بیا ويلي، چې چين او امريکا دې د متقابل درناوي پر بنسټ د ډيالوګ د پياوړتيا له لارې خپلمنځي غلط فهمۍ کمې کړي، چې له ياد نظر سره هم په مخ پر ودې هېوادونو کې د سروې ۸۱.۸ سلنه ګډونوالو او په امريکا کې ۷۸.۳ سلنه ګډونوالو همغږي ښودلې ده.


































