ټاکل شوې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چين د دولت رئیس شي جين پینګ په بلنه د مې له ۱۳ مې تر ۱۵ مې نېټې پورې دغه هېواد ته رسمي سفر وکړي. دا به د تېر کال له اکتوبر راهیسې، کله چې دواړو مشرانو د کوريا جمهوریت په بوسان کې سره ولیدل، د هغوی دويمه ليدنه وي او همدارنګه له نهه کلن ځنډ وروسته چين ته د امریکا د ولسمشر سفر وي.
د چين بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دواړه مشران به د روانې ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د اړيکو او نړيوالې سولې او پرمختګ په شمول پر یو شمېر مهمو موضوعاتو نظرونه تبادله کړي.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ د تېرې فبرورۍ په څلورمې نېټې له ولسمشر ټرمپ سره د تليفوني خبرو پر مهال ويلي وو: « زه به په نوي کال کې له تاسو سره ګډ کار وکړم، څو د چين او امريکې اړيکې د لويې بېړۍ په شان له توپانونو تېرې او ثابتې پر مخ ولاړې شي او په ګډه به لا زيات لوی او ښه کارونه وکړو.
د چين او امريکا اړيکې په تېر کې له ډېرو لوړو ژورو تېرې شوي، او اوس عموماً ثابتې روانې دي، نو ځکه يې په همدې بدلون کې د مشرانو ترمنځ تګ راتګ ډېر مهم بلل کېږي او دا بې بدیله ستراتېژيک او لارښوونکی رول لوبوي او د اړيکو د ښه والي او پراختيا لپاره یې ستراتېژيک تضمين برابرولی شي.
شي جين پينګ د تېر ۲۰۲۵م کال په جنورۍ، جون او سپتمبر کې درې ځلې له امريکايي سیال سره تليفوني خبرې کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د سم لوري په اړه یې مهمې لارښوونې کړې دي.
دواړو مشرانو د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر کې د کوريا جمهوريت په بوسان ښار کې له شپږ کلن ځنډ وروسته لېدنه وکړه. دا د امريکا د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ لومړنۍ مخامخ لیدنه وه او هغه ځل یې تر ۱۰۰ دقیقو زيات وخت لپاره خبرې کړې وې.
شي جین پینګ همغه مهال له ټرمپ سره په لیدنې کې وويل: « دواړه خواوې دې لویې ګټې حساب کړي او په همکاريو کې نغښتو ګټو ته دې وګوري.» هغه همدارنګه وويل: « خبرې تر تقابل ښې دي» او په خبره يې: « نننۍ نړۍ لاهم له ډېرو ستونزو سره مخ ده، چين او امريکا دې په ګډه د لویو هېوادونو په توګه خپلو مسئوليتونو ته اوږې ورکړي.»
دغه نظرونه د شي جين پينګ د ځاني باور او مسئولیت منونکې بڼې ښکارندویي کوي.
کله چې دواړو مشرانو په بوسان ښار کې سره ولیدل، نو له همغه وخت راهيسې د چين او امريکې اړيکې عموماً ثابتې پاتې شوي او د دواړو هېوادونو خلکو او هم يې نړيوالې تولنې هرکلی کړی دی.
دواړو سیالانو د تېر کال په نومبر او د سږ کال په فبرورۍ کې دوه ځلې تليفوني خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمخ بېولو او پرمختګ لارښوونه يې وکړه.
سږکال چين او امريکا خپلې مهمې اجنډاوې لري
چين د خپل اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۵م پنځه کلن پلان تطبیق شروع کړی او امريکا به د هېواد د جوړېدو ۲۵۰ مه کليزه ولمانځي. دغه راز دواړه هېوادونه به په جلا جلا توګه د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو د غير رسمي غونډې او د شلو صنعتي هېوادونو ډلې د سرمشريزې کوربتوب وکړي.
چينايان او امريکايان او هم نړيواله ټولنه هيله لري، چې د دواړو هېوادونو اړيکې ثابت او سالم پرمختګ وکړي او ځانونو او هم نړۍ ته ګټې ورسوي.
چين د نړۍ تر ټولو لوی مخ پر ودې هېواد او امريکا بیا تر ټولو لوی پرمختللی هېواد دی.
حقیقتونو ثابته کړې، د چين او امريکا ګډې همکارۍ د دواړو هېوادونو په ګټه دي او تقابل يې بیا دواړو ته زيانونه رسوي. په داسې حال کې چې نړيوال وضعيت پيچلی او ګډوډ روان دی، د چين او امريکا ثابتې اړيکې د نړيوال ثبات لپاره ګټورې دي او هم ډېر هېوادونه ترې ګټې پورته کولی شي.
شي جین پين د چین او امريکا د اړيکو په اړه يو لړ ګټور نظرونه څرګند کړي دي، مثلاً هغه ويلي: «دواړه هېوادونه دې د مساواتو، درناوي او ګټې- ګټې پربنسټ پر يوه لوري پرمخ ولاړ شي»
نوموړي ويلي: « دواړه هېوادونه دې زیاتې خبرې او نظرتبادله کړي او اختلافات دې ښه کنټرول او عملي همکارۍ دې پراخې کړي.» او په وینا يې: « دواړه خواوې دې د همکارۍ لېست اوږد او د مسئلو لېست دې کم کړي.»
شي جين پينګ ويلي، دواړه هېودونه دې په ښه نیت کارونه ترسره کړي او په خبره یې: « چين او امريکا دې له نیکۍ کولو ډډه نه کوي، که څه هم هغه کوچنۍ وي او نه هم باید کومه بدي وکړي، که څه هم هغه کوچنی بد وي»
د شي جين پينګ دغو نظرونو د چين او امريکا د اړيکو د ثابت، سالم او دوامدار پرمختګ لپاره سمه لاره روښانه کړې ده.
د چین او امریکا اړيکې په نننۍ نړۍ کې له مهمو دوه اړخيزو اړيکو څخه دي او ستراتېژيک اپشن يې پر نړۍ اغېز لري.
چين د نړيوال وضعيت په هر حالت کې د ځان او نړۍ پر عمومي او لرې راتلونکو ګټو غور کوي او له امريکا سره ښې اړيکې غواړي، چې همدا د دواړو هېوادونو د خلکو او نړيوالې ټولنې له ګډو هيلو سره سمون لري.
د چین او امريکا مشران به ډېر ژر سره وګوري او ليدنه به يې د نړيوالو پاملرنه راجلب کړي. هيله ده، د چين او امريکا د مشرانو تر لارښوونې لاندې د دواړو هېوادونو اړيکې ستراتېژیک، رغنده، ثابت عوامل پرانېزي او په ۲۰۲۶م کال کې سالمه، ثابته او دوامداره وده ومومي.



































