د افغانستان د کرکټ بورډ پلاوي د مې په ۱۱مې نېټې د چين د جه جیانګ ولایت یي وو ښار ته سفر کړی او په دغه ښار کې يې د نړيوالې سوداګرۍ له بازار څخه لیدنه کړې ده.
د پلاوي غړو د ډرونونو، ځیرکو عینکو او روبوټونو په شمول د چين بېلا بېل لوړ تخنیکي تولیدات له نږدې ننداره کړي او ځيني یې ازمويلي دي.







































