د تايوان تنګي د دواړو غاړو د کولتور ۳مه سرمشريزه د مې په ۱۱مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شوه.
دغه سرمشریزه د «ميراث، دود او پراختيا» د دايمي موضوع او د « خوندي اړيکو او ګډ کلتور» په کلنۍ موضوع ترسره کېږي، چې پکې د تایوان تنګي د دواړو غاړو د کلتوري او نورو برخو شاوخوا ۸۰۰ استازو ګډون کړی دی.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بېجينګ د ښاروالۍ د کمېټې منشي ين لي د يادې سرمشریزې پرانيستونکو مراسمو ته وینا کړې او ويلي يې دي، چې عمومي منشي شي جين پينګ د چين کولتور، ميراث او دود ته ډېر اهميت ورکوي او هر وخت پر دې ټينګار کوي، چې د تايوان تنګي د دواړو غاړو هېوادوال يوه رېښه، ژبه او کلتور لري او رېښې يې په چيني کولتور پسې تړلې دي.
نوموړي ويلي، بېجينګ چمتو دی، چې له تايواني هېوادوالو سره د کولتوري تبادلې او همکاريو په برخه کې ژور ګامونه واخلي او د چيني کولتور د ترويج له لارې د خلکو ترمنځ پیوستون او نږدېوالی راولي.



































