د چين په چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي استازي ظفر الدين محمود په دې وروستيو کې رسنيو ته ويلي، چې د چين د شينجيانګ سمسورتيا او پرمختګ د نړۍ لپاره د ليدو وړ دی او د چيني ملت د ګډې ټولنې مفکورې د شينجيانګ د خلکو په زړونو کې ټينګ ځای نيولی دی.
نوموړي باور ښودلی، چې شينجيانګ به هرومرو د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې لا ښه راتلونکی ولري.
په پاکستان کې د چين سفارت د مې په نهمې نېټې په پلازمېنې اسلام اباد کې په راولپنډۍ کې د چينايانو له ټولنې سره د چين او پاکستان ترمنځ د ښه ګاونډيتوب د ۷۵مې کليزې په پار د شينجيانګ د پرمختګ، قومي ودې او نويو فرصتونو په عنوان سيمينار جوړ کړی، چې د پاکستان د بېلا بېلو برخو څه باندې ۲۰۰ شخصيتونو پکې ګډون کړی و.
ظفر دغه سيمينار ته وينا کې ويلي، چې شينجيانګ چټک پرمختګ کړی، اقتصاد یې غوړېدلی، بنسټيز تاسيسات يې ډېر ښه شوي او په بېلا بېلو برخو کې يې د پام وړ وده کړې ده.



































