ټاکل شوې، د روغتيا ۷۹مه نړيواله اسمبلي به د مې په ۱۸مه نېټه په ژنیو کې پرانيستل شي.
په دغې اسمبلۍ کې تايوان ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د تايوان سيمه يېزه اداره له چين څخه پر جلا کېدو ټينګار لري، ځکه يې په دغې اسمبلۍ کې د ګډون سياسي بنسټ لغوه شوی دی.
نوموړي ويلي، بېجينګ د يو چين پېژندنې اصل او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او د روغتيا نړيوالې اسمبلۍ د اړوندو پرېکړو جديت او صلاحيت ته په کتو پرېکړه کړې، چې د روغتيا په سږنۍ نړيواله اسمبلۍ کې د تايوان ګډون ونه مني.



































