د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر بریالي همدرد ويلي، چې په دغه ولایت کې پر ۱۵۱ هکټاره ځمکې شفتالو کرل شوي او تمه ده چې سږکال به ترې ۱۷۰۰ ټنه د شفتالو حاصلات ترلاسه شي. نوموړي ویلي، چې د شفتالو د بڼونو زیاته برخه په مهترلام او یوشمېر نورو ولسوالیو کې کرل شوي. بریالي زیاته کړې، چې د شفتالو حاصلات ښه شوي او په همدې موخه ډېرو بزګرو ورته مخه کړې ده. په لغمان کې کروندګر او بڼوال هم وايي، چې د حاصلاتو ګټه یې ښه شوې او دوی دامهال د سبزیجاتو پرځای تر ډېره شفتالو کرلو ته مخه کړې.



































