د مصر صدراعظم مصطفى مدبولي د مې په ۱۲مه نېټه په قاهره کې د سراسري جنوب د خبري رسنيو او فکري مرکزونو د لوړ پوړي فورم د چين او عربي همکارانو غونډې ته ويلي، چې روان کال د مصر او چين د سياسي اړيکو د ټينګېډو له ۷۰مې کليزې سره برابر دی، خو ترمنځ يې دوستي تاريخي مخینه لري.
نوموړي ويلي، دواړو هېوادونو په ۲۰۱۴م کال کې د ولسمشر عبد الفتاح السيسي او رئيس شي جين پينګ په مشرۍ هراړخيز ستراتيژيک مشارکت ټينک کړی او دوه اړخيزوهمکاريو يې ستر پرمختګ موندلی دی.
هغه ويلي، مصر او چين دې د همدې هراړخيز ستراتيژيک مشارکت پر بنسټ په مختلفو برخو کې خپلمنځي همکارۍ بيا پراخې کړي او په ګډه دې د خبري رسنيو نظرتبادلې، روزنېزې همکارۍ او کلتوري فعاليتونه ترسره کړي.
مصطفى مدبولي د مصر او چين د اقتصادي همکاريو او په ځانګړې توګه د پانګونې، سوداګرۍ او سيلانۍ په چارو کې د ښو لاسته راوړنو ستاينه کړې ده.



































