د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمنې او د نجونو او ښځو په ښوونيزو چارو کې د يونيسکو سازمان ځانګړې استازې پنګ لي يوان د مې په ۱۲مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د دغه سازمان له عمومي مدیر خالد العناني سره ليدلي دي.
پنګ لي يوان د يونيسکو سازمان د عمومي مدير په توګه د العناني د ټاکل کېدو په پار نوموړي ته مبارکي ويلې او په خبره يې، دغه سازمان د نړۍ د نجونو او ښځو د تعليمي چارو په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
پنګ لي يوان العناني ته د نجونو او ښځو په تعليمي چارو کې د چين د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي، چې هغه به په دوامداره او ښه توګه خپلې دندې عملي کړي او د نړۍ د نجونو او ښځو د تعليمي چارو د پرمختګ لپاره به له يونيسکو سازمان سره همکارۍ پياوړې کړي.
العناني د نړۍ د نجونو او ښځو په تعليمي چارو کې د ځانګړې استازې پنګ لي يوان خدمتونه ستايلي او د چين له ټينګ ملاتړ څخه يې مننه کړې ده.
نوموړي هيله ښودلې، چې يونسکو له چين سره تګ راتګ او همکارۍ لاپياوړې او د نړۍ د نجونو او ښځو تعليمي چارو ته په ګډه پرمختګ ورکړي.



































