په کابل کې د یو افغان پانګهوال له لوري د زړو ټایرونو د ویلې کېدو فابریکه جوړه شوې، چې له لارې یې اته ډوله صنعتي محصولات تولیدېږي. مسوولین وایي، هره ورځ شاوخوا ۴۰ ټنه زاړه ټایرونه پروسس کېږي او ترې د سون تېل، زغال، میخونه او د برېښنا سیم ترلاسه کېږي. په دې بهیر کې هېڅ برخه نه ضایع کېږي او تولید شوي ګازونه هم د فابریکې د سون لپاره بیا کارول کېږي. د فابریکې په وینا، تولید شوي تېل د کیفیت له پلوه ښه دي او که دولت یې وپېري، نو د وارداتي تېلو اړتیا به راکمه شي. مسوولین دغه پروژه د کورني تولید او اقتصادي ودې لپاره مهمه بولي.



































