کرملین ماڼۍ ویلي، چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، به د چین د ولسمشر شي جینپینګ په رسمي بلنه د راتلونکې سې شنبې په ورځ چین ته سفر وکړي. د کرملین د معلوماتو له مخې، دغه سفر د روسیې او چین ترمنځ د ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او همکاریو د تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي. ټاکل شوې چې پوتین او شي جینپینګ د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سیاسي همکاریو، او همداراز پر مهمو سیمهییزو او نړۍوالو موضوعاتو خبرې وکړي. دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ، تازه له بېجېنګ څخه واشنګټن ته ستون شوی او د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو بحثونه تاوده شوي دي.



































