عامې روغتیا وزارت د نړۍوالو ادارو په ملاتړ د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین نن پیل کړ. د عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه کمپاین د هېواد د مرکزي، ختیځ، سوېل، لوېدیځ، سوېل ختیځ، شمال او شمال ختیځې حوزې د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پلی کېږي. د ياد کمپاین په بهير کې به شاوخوا ۸.۳ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي. د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي، د دغه کمپاین د پیل په مناسبت ویلي چې دغه وزارت له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی په افغانستان کې د پولیو ویروس مخیوی وکړي. جلالي، دغه راز د هېواد له قومي مشرانو، مخورو، علماء کرامو او هېوادوالو څخه غوښتنه کړې چې په خپلو سیمو کې د عامې روغتیا وزارت له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي.



































