د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هغه برید چې ټاکل شوې وه د سېشنبې په ورځ پر ایران ترسره شي، د عربي هېوادونو د مشرانو په غوښتنه یې ځنډولی دی. ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیال» کې لیکلي، چې د قطر د امیر، د سعودي عربستان د ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د ولسمشر په غوښتنه یې دا اقدام موقتي درولی دی. هغه زیاته کړې، چې اوس مهال جدي خبرې روانې دي او د امریکا متحدین باور لري چې داسې یو توافق ته د رسېدو امکان شته چې د واشنګټن لپاره به د منلو وړ وي. ټرمپ تر دې وړاندې د تهران له ځواب وروسته ویلي وو، امریکا چمتو نه ده چې ایران ته کوم امتیاز ورکړي، او خبرداری یې ورکړی و چې ایران به “ډېر ژر” د راتلونکو تحولاتو شاهد وي.




































