د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران پر ضد روانه شخړه به ډېر ژر پای ته ورسول شي او ټینګار یې کړی چې تهران د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره جدي لېوالتیا ښيي. ټرمپ دغه څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د یوې وینا پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي، ایران د اوسني وضعیت له دوام څخه ستړی شوی او غواړي ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي. هغه زیاته کړې، د ده په باور دا موضوع باید څو لسیزې وړاندې حل شوې وای او تر دې مخکې باید پرې جدي اقدام شوی وای. ټرمپ دغه راز ویلي، تمه لري چې په نږدې راتلونکي کې به د نفتو نړیوالې بیې راټیټې شي.




































