د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته د سفر پر مهال د «تمیز» دولتي شرکت له فعالیتونو لیدنه کړې ده. د دغې لیدنې پر مهال دواړو لورو د چاپېریال ساتنې، ښاري پاکوالي او ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې او د تجربو پر تبادلې یې ټینګار کړی دی. همداراز افغان پلاوي د «WUF13» نړۍوال ښاري فورم په چوکاټ کې د ښاري نندارتون څخه لیدنه کړې او د ملګرو ملتونو د هستوګنې ادارې له لوري د افغانستان په تړاو جوړې شوې ځانګړې غونډه کې یې هم ګډون کړی دی.




































