د اذربایجان د ولسمشر مرستیال حکمت حاجيیف ویلي چې د کابل او باکو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ښوونیزو اړیکو د پراختیا لپاره پراخ فرصتونه شته او دواړه هېوادونه تاریخي او فرهنګي نږدې اړیکې لري. نوموړي زیاته کړې چې په کابل کې د اذربایجان سفارت فعال دی او د دواړو هېوادونو دولتي پلاوي په منظم ډول تګ راتګ کوي. هغه ویلي چې دواړو لورو په وروستیو میاشتو کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ظرفیتونه ارزولي او د اړیکو د لا پراختیا لپاره کار روان دی. حکمت حاجيیف د ښوونې او روزنې په برخه کې هم د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دامهال ګڼ افغان محصلین په اذربایجان کې زده کړې کوي.




































