په تهران کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ایران د رېل پټلۍ شرکت له اجرائیه رئیس ډاکټر جبار علي ذاکري او په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست عليرضا بیکدلي سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل، د ټرانزیټي اسانتیاوو د پراختیا او د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه خبرې او د نظر تبادله شوې ده. دواړو لورو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د رېل پټلۍ له لارې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.




































