په هلمند ولایت کې د ۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایي، دغه روغتیايي مرکزونه د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د مرکز لښکرګاه او نهر سراج ولسوالیو کې جوړ شوي دي. د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکټر نقیبالله فاتح ویلي، د دغو مرکزونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي کچه لوړه شي او د ناروغانو د درملنې بهیر به لا ښه شي. هغه زیاته کړې، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو کیفیت او کمیت لا پراخ کړي.




































