د غزني د پوهنې ریاست ویلي، چې د دغه ولایت اوسېدونکو په تېر یوه کال کې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په شخصي لګښت د ۱۱ ښوونځیو ودانۍ جوړې کړې دي. چارواکي زیاتوي، ځایي خلکو د لسګونه نورو ښوونځیو ودانۍ هم بیارغولي او زدهکوونکو ته یې د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر کړی دی. د غزني اوسېدونکو تازه د امام قایم بقاول ښوونځي لپاره هم د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل کړې دي. د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو میاشتو کې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د شاوخوا ۷۰ ښوونځیو ودانۍ د خلکو په مالي ملاتړ رغول شوې دي.




































