د افغانستان د سوداګرۍ او پانګهونې خونې په مشرۍ د افغان سوداګرو یو ۱۰۰ کسیز پلاوی د ازبکستان نمنګان ولایت ته سفر کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، د دغه سفر پر مهال افغان او ازبک سوداګرو د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي. افغان سوداګرو له ازبک لوري غوښتي چې د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو او د مرکزي اسیا او اروپايي هېوادونو ته د لېږد په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. چارواکي وایي، دغه سفر به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.




































