د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، چې د پکتیکا ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې د سلام مخابراتي شبکې د ۲۰ انتنونو ظرفیت 4G ته لوړ شوی دی. د یاد وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ویلي، دغه انتنونه د ښرنې ښار ترڅنګ د ګیان، سرروضې، زرغون ښار، یوسفخېلو، بکخېلو، ارګون، شکین، جانيخېلو، سروبي، وړممۍ او شخېلاباد ولسوالیو کې فعال شوي دي. چارواکي وایي، د دغو انتنونو په فعالېدو سره به د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو کیفیت ښه او د خلکو د اړیکو اسانتیاوې زیاتې شي. د مخابراتو وزارت په وینا، هڅه روانه ده چې د هېواد نورو لرو پرتو سیمو ته هم عصري مخابراتي خدمات وغځول شي.




































