د احصايې او معلوماتو عمومي ادارې مسوولین وايي، چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې، څه باندې ۱۱، ۶ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافع ویلي، چې اوسمهال د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۸۷ څانګو کې په منظم ډول خلکو ته خدمتونه وړاندې کېږي. رافع د اسان خدمت خدمتونو ته په اشارې ویلي، اوسمهال د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې ۱۲ مرکزونه شتون لري. نوموړی وايي، د برېښنا پېژندپاڼو له پیل تر اوسه څه باندې ۱۷ میلیونه پېژندپاڼې وېشل شوي دي. نوموړی ډاډ ورکوي، چې د پېژندپاڼو په ګډون یاده اداره هڅه کوي، چې اړوندو ټولو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.




































