رویټرز راپور ورکړی چې ایران او امریکا د اوربند د غځولو په اړه خبرې کوي، څو د تهران د اټومي پروګرام په ګډون پر مهمو موضوعاتو رسمي مذاکرات پیل شي. د راپور له مخې، واشنګټن ټینګار کوي چې ایران باید د اټومي وسلې د جوړولو وړتیا ونه لري. راپور زیاتوي، که څه هم د جون میاشتې پر مهال د اسراییل او امریکا په بریدونو کې د ایران د یورانیمو د غني کولو د تاسیساتو ډېره برخه ویجاړه یا سخته زیانمنه شوې، خو اټکل کېږي چې د لوړې کچې غني شویو یورانیمو یوه لویه برخه لا هم پاتې وي. د امریکا لپاره د اټومي خبرو تر پیل مخکې تر ټولو ستره اندېښنه هم همدا د لوړې کچې غني شویو یورانیمو موجودیت بلل کېږي.




































